د کورس شرحه دا کورس د نړیوالو بازارونو مهم اړخونه او دغه راز د کوچنیو تشبثاتو لهپاره د صادراتو چمتووالي بیلابیل اړخونه/جنبې معرفي کوي. صادراتو ته د چمتو تشبثاتو ځانګړنې، له دې ډلې د بریالیو صادراتو لهپاره ځانګړي مهارتونه او منابع هم په دې کورس کې معرفي کیږي. یادداشت: سپارښتنه کیږي چې د لکچرونو باکیفیته ښودلو لهپاره د کروم له نوي براوزر څخه ګټه پورته کړئ. د دې کورس له بشپړیدو وروسته، ګډونوال کولای شي: · د صادراتو چمتووالي ارزونه بشپړه کړي، · هغه موارد چې کوچني تشبثات یې باید د صادراتو چمتووالي لهپاره په پام کې ونیسي، وپیژني. د کورس شرحه
هغه ګډونوال چې د کورس شرایط پوره کړي، سرټفکیټ ترلاسه کوي. دغه سرټفکیټ په برېښنايي ډول صادرېږي.
|
د کورس جوړښت ۱لکچر: له صادراتو سره اشنايي/ بلدتیا ۲لکچر: د صادراتو بازار ۳لکچر: د صادراتو لهپاره د شرکت او محصول چمتووالی د صادراتو لهپاره چمتووالي ارزونه |