دا کورس کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د انلاین فعالیتونو لهپاره د انټرنټي سوداګرۍ باکیفیته مطالبو د چمتو کولو اهمیت ور په ګوته کوي او د یوه محصول یا ټول شرکت لهپاره د انټرنټي مطالبو جوړولو/لیکلو په پار لارښودونه وړاندې کوي. دا برخه د باکیفیته انټرنټي سوداګرۍ مطالبو د مفهوم او هغو ګټو په معرفۍ سره چې دغه مطالب یې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو انلاین فعالیتونو لهپاره له ځانه سره لري، پیلیږي. تر دې وروسته د مطالبو بیلابیلو ډولونو په اړه چې کولای شو چمتو یې کړو، او د دغو مطالبو له چمتو کولو څخه د شریکانو د موخې په اړه بحث کېږي. په پای کې، هغه لارښود ټکي او سلا مشورې وړاندې کیږي چې له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو سره د انټرنټي سوداګرۍ مطالبو په جوړولو کې مرسته وکړي، څو د انلاین معاملو په سم او اسانه ترسره کېدو کې مرستندوی تمام شي.
د دې کورس له پای ته رسیدو وروسته، ګډونوال لاندې وړتیاوې ترلاسه کوي:
· په انلاین کاروبار کې د باکیفیته انټرنټي سوداګرۍ د مطالبو اهمیت درکول.
· په شرکت پورې اړوند محصول او د انټرنټي سوداګرۍ مطالبو د بیلابیلو اړخونو شرحه.
· او د ځانګړو کیفي لارښودونو سره سم د محصول او شرکت لهپاره د انټرنټي سوداګرۍ مطالبو چمتو کول.
· ۱ماجول: د باکیفیته انلاین سوداګرۍ مطالبو اهمیت
· ۲ماجول: د محصول انټرنټي سوداګرۍ لهپاره د باکیفیته مطالبو چمتو کول
· ۳ماجول: د شرکت انټرنټي سوداګرۍ لهپاره د باکیفیته مطالبو چمتو کول
· د روزنیزې قضیې تمرین