په دې کورس کې ګډونوالو ته د پلور او مذاکرې/خبرو اترو ځینې تکتیکونه ورپیژندل کیږي، څو له نړیوالو احتمالي مشتریانو سره په پلور غونډو کې چمتو واوسي. په دوام یې، ګډونوال په پلور غونډو کې د ګډون لهپاره چمتو کوي، په هغو غونډو کې چې د منطقي او منظمو ۶ ګامونو په ترتیب سره جوړیږي. په پای کې، ګډونوالو ته د مذاکرې څو ستراتیژۍ، لارې چارې او تکتیکونه ور پیژندل کیږي، څو په پلور غونډو کې د تمې وړ اوږدمهاله او لنډمهاله پایلو ته په پام له هر یوه څخه ګټه پورته کړي.
د دې کورس له بشپړیدو وروسته به ګډونوال لاندې مهارتونه ترلاسه کړي:
· د محصول یا خدمتونو لهپاره د ارزښت فرضیې جوړول؛
· د پلور نړیوالو غونډو لهپاره چمتووالی؛
· او د پلور په غونډه کې د استفادې لهپاره د مذاکرې پلان ترتیبول.
د کورس لکچر
· ۱لکچر: د ارزښت فرضیه.
· ۲لکچر: د پلورنې غونډې لهپاره چمتووالی.
· ۳لکچر: د پلور مذاکره/خبرې اترې.